امنیت

د امنیت شورا د بهسود پېښه څېړي

کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
واکمن حکومتي هيئت د بهسودو ولسوالۍ د پېښې د څېرنې لپاره ميدان وردګو ولايت ته ورسېد .
د ملي امنيت شورا يو واکمن هيئت د ميدان وردګو د بهسودو د لومړى برخې د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي د څېړنې لپاره ساحې ته استولى دى .
د ملي امنيت شورا په يوه اعلااميه کې چې نن خپره کړې ده ويلي دي دغه هيئت د ملي امنيت د شورا د دفتر مرستيال جنرال عباد الله عباد په مشرى چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مرستيال ، د ملي امنيت د لوى رياست مرستيال، د ستر امنيتي معينيت درستيزوال ،د ميدان وردګو د ولايتي شورا يوغړى ، په وګړنيو چارو کې د جمهور رييس سلاکار او د ميدان وردګو ولايت يو شمېرمخور کسان پکې غړيتوب لري.
دغه پېښه چې د امنيتي ځواکونو او د ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ د ميدان وردګو د بهسودو د لومړى برخې په سيمه کې رامنځته شوې ده په هغه کې زموږ يو شمېر هيوادوال شهيدان او يوشمېر نورټپيان شوي و.
هيئت موظف دى چې رامنځته شوې پېښه په دقيقه او هراړخيزه توګه وڅېړي او د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې لازم اقدامات وکړي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته