کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
په جوزجان ولايت کې په يوه علني محاکمه کې درې تنه د غلا او وژنې په تور په اتلس اتلس کاله بند محکوم شول .
دجوزجان ولايت د قضا او څارنوالۍ مسوولين وايي چې دغو کسانو نږدې دوه مياشتې مخکې دشبرغان ښار د ميرويس مينې دکلي يو اوسيدونکى قاري قدرت الله وژلى او دکور مالونه يې لوټ کړي و.
دشبرغان دښاري ابتدائيه محکمې رييس محمد داوود زاهديار د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه درې تنه د شپې له خوا دقاري قدرت الله کور ته ننوتي وو او د ده له وژلو وروسته يې د ده دکور مالونه هم لوټ کړي و.
ويل کيږي چې دمحکمې دحکم په لوستلو سره دقضيې تورن کسان له قانون سره سم هريو په اتلس اتلسه کاله تنفيذي بند محکوم شول .
د شبرغان دښاري ابتدائيه محکمې رييس دې ټکي ته اشاره وکړه چې صادر شوى حکم قطعي او وروستى نه دى او دهر يوه د استيناف غوښتنې حق محفوظ دى .
0 1 دقیقه لوستل