امنیت

اته ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د هېواد په ځينو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې اته ديرش تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
د باخترآژانس دخبرله مخې : 
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي:
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په ځينو سيموکې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د څلورو داعشيانو او د القاعده د دريو تنو غړو په ګډون اته ديرش تنه ډاراچوونکي ووژل شول او نوولس تنه نور يې ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا، پکتيکا، خوست، غزني، قندهار، روزګان، زابل، فراه، هرات، بادغيس، فارياب، کندز، سرپل او د هلمند د ولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته