ټولنه

يوشمير سياسي مرکزونو او دولتي ادارو دغازي آباد دشهيدانو له وارثانوسره نغدي مرستي وکړې

کابل باختر  دکب دمياشتې ١١ :
دملي دفاع وزارت له هغو اشخاصو ، سياسي اوټولنيزو جرياناتو  او ددولتي اوشخصي مرکزونو له مسوولينو څخه چې دکونړ ولايت دغازي آباد دپيښې دشهيدانو  له وارثانو سره نغدي مرستې وکړې ، مننه وکړه.
دملي دفاع وزارت ويندوى تورنجنرال ظاهر عظيمي دباخترآژانس   خبريال ته وويل  :  دملي دفاع  وزارت  دملي امنيت  له لوى رياست  څخه   چې دملي اردو د يوويشتو تنو منسوبينو دشهادت په خاطر يې  خپله  خواخوږي څرګنده کړه هغه شهيدان چې په اتلوالۍ ، ميړانې او سرښندونوسره دکورنيو اوبهرنيو ډاراچوونکو په وړاندې دشهادت ترپولې پورې  سرښندنې وکړې او شهيدان شول مننه او قدردانى کوي.
دملي امنيت  دلوى رياست مقاماتو خپل يو ورځنۍ  معاش  دغازي آباد  دشهيدانو کورنيو ته ورکړى دى .
دملي دفاع وزارت دشهيدانو دکورنيو په استازيتوب ددغه رياست دمشرتابه مقام او نورو کارکوونکو دهمکاري له امله  مننه  کوي .
دغه راز دملي دفاع د امرالله صالح په مشرۍ دشنه بهير چې شل زره امريکايي ډالره يې د غازي اباد دشهيدانو کورنيو ته ورکړي دي  د  شهيدانو  د  کورنيو په استازيتوب   ددغه مرکز د مشرتابه   مقام  د  دغه مهرباني او  همکاري  له   امله مننه  کـــــوي.
په همدې ترتيب  دملي دفاع وزارت  دکاپيسا ولايت له دولتي مسوولينو څخه چې خپل يو ورځني معاش يې  دغازي آباد دشهيدانو کورنيو ته ورکړي دي دشهيدانو دکورنيو په استازيتوب  ددغه ولايت د مشرتابه مقام او  د  نورو   کارکوونکو دهمکارۍ له امله مننه  کوي.
خوښ يو چې  دغه مرستې ددوي دموظف  هيت له خوا په اړوندو ولايتونو کې دملي اردو دجلب او جذب دمرکزونو په همکارۍ  په مستقيم ډول دشهيدانوپه کورنيو  ويشل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته