امنیت

اوولس طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل / دسلواغې ٢٤مه /باختر
اوولس وسله وال طالبان په زابل کې د نويو هوايي بريدونوپه بهير کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانوتېره شپه د شهرصفا او ارغنداب په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريدونو کې د ٤ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په دغو وسله والوطالبانو هغه وخت بريدونه وشول چې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل ته چمتوکېدل.
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو په زابل کې له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٠ ماينونوپه کشفولو سره د يو لړچاودنو مخه ونيوله .
پوځيان وايي چې د سيمې خلک د ماينونو په کشفولو کې له دوى سره همکارى کړې ده
د دغوماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته