امنیت

د سرپل امنيتي وضعيت ښه شوى دى

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه
په سرپل کې امنيتي حالت ښه شوى دى.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جيلاني ابوبکر باختر آژانس ته وويل چې د سرپل په مرکز او سوزمه قلعه ولسوالۍ کې  د شاهين -٢٠٦ عملياتو له ترسره کولو وروسته په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه شوى دى .
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د امنيت د ښه والي مهم علت د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغه ولايت په مرکزکې د پنځو کليو او په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د دويم لمبر لويې لارې د دواړو خواوو د کليو پاکول، د کومانډو ځواکونو د شپنيو عملياتو ترسره کول او د ډار اچوونکو پر ځالو د هېواد د هوايي ځواکونو دوامدار بريدونه دي.
ويل کېږي دغه عمليات اوس هم دوام لري او وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
په سرپل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ولايتي مرستيال محمد نظر په دغه ولايت کې د امنيتي حالت د ښه والي په تاييدولو سره، د هېواد د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د رآى ورکوونکو په تقويتي نوم ليکنه کې د خلکو په تېره بيا د ښځو د شتون د زياتوالي خبر ورکوي .
ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته