فرهنګ

په هرات کې د ماشوم د کتاب د اوونۍ نمانځنه

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٠
د ماشوم د کتاب د اوونۍ د نمانځلو په مناسبت د هرات ولايت د پوهنې د رياست له خوا يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې د پوهنې رييس عبدالرازق احمدي روان کال د هرات د پوهنپالو خلکو لپاره يو ښه کابل وباله او ويې ويل: د خداى (ج) په مرسته هرات په افغانستان کې په علمي قطب بدليږي.
د هرات د پوهنې رييس فرامرز رحميي چې د تېرکال د کانکور په آزموينه کې عمومي اول نمره شوى دى؛ هم وستايه او څرګنده يې کړه چې د کتاب لوستلو د فرهنګ رواجول د ښوونې او روزنې د نظام اصلي بنسټ دى .
په دې غونډه کې د هرات د ولايتي شورا د خلکو استازي سيد عظيم کبرزاني وويل: د سږ کال کانکور يوځل بيا د هرات خلکو ته وياړ په برخه کړ .
په دې غونډه کې پنځه غوره ليسې د پوهنې د رياست له خوا وستايلې شوې.
د يادونې وړ ده چې په دغو مراسموکې د ماشومانو لپاره لس زره ټوکه کتابونه هم په ښوونځيو وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته