جلال آباد باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
دهېواد په ختيځ کې د ننګرهار ولايت د څلورمې ورځې لپاره د پاکستاني پوځيانو د راکټې او توپچي بريدونو ډګر و.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
د تيرو څلور ورځو په بهيرکې په لسګونو توغندي او د توپ ګولۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د لعل پورې ولسوالۍ په ځينو سيمو لګيدلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د پاکستاني پوځيانو په دغو راکټي او توپچي بريدونوکې خلکو ته د سر زيان نه اوښتى خو د لسګونو کورنيو د بېځايه کيدو سبب شوي دي.
خوږياڼى وايي چې دغه توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا توغول شوي دي.
پاى ج ذ