فرهنګ

دځوانانو دچارو معين : بايد ځوانان دافغانستان په بډاينه دځواکمنيو په انعکاس او دتمدن په معرفي کولو کې دملي ارشيف دانلاين له ويب سايټ سره همکاري وکړي .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دافغانستان دملي ارشيف دکتنې په وخت کې دملي ارشيف دانلاين دويب سايټ  پرانيستل دافغانستان دخلکو دهنري فعاليتونو انعکاس په برخه کې يومناسب ګام وباله او ويې ويل چې ځوانان او هنرمندان  له دې وروسته کولى شي دانځورګرۍ ، دهنرې  او علمي اثارو په برخ کې خپل استعدادونه او ځواکمنۍ اوخپلې تابلوګانې  او ليکنې ددغې پتې له لارې خپرې کړي چې يونسکو ددوى اثار دنړۍ له غوره اثارو په جمله کې حساب کړي .
دباختراژانس دخبر له مخې: دځوانانو دچارو معين زياته کړه چې ملي ارشيف دافغانستان  تاريخ بيانوي دلته دغوړيدواو ورانکارۍ پيړۍ دواړو کولى شي په تاريخي سندونو او تصويرونو  کې وګورو .
دځوانانو دچارو  معين زياته کړه په دغې پتې سره هغه ځوانان چې له افغانستان څخه په بهر کې  ژوند کوي کولى شي دافغانستان دتاريخ ، فرهنګ او تمدن په باب اړخونه او شيان په انلاين ډول له خلکو سره شريک کړي .
دملي ارشيف  يوه مسووول  عبدالرشيد عثمان وويل چې څه ناڅه يوسلو اتيازره تاريخي سندونه په ملي ارشيف کې ساتل کيږي  دځينو تاريخي ځايونو تصويرونه  هم په دې ارشيف کې شته ، دباميانو دبوډا عکسونه  ددغه تاريخي اثر له ويجاړيدو مخکې او دويجاړيدو په بيلابيلو پړاونوکې کولى شو په ملي ارشيف  کې وګورو .
دده دڅرګندونې له مخې :په سرو زرو او لاجوردو ښکلي کړى شوې خطي نسخې دهر نوي وارد پاملرنه ځان ته جلبوي دلته هغه بې ساري تاريخي سندونه چې  لر غونتيايې پنځه سوه کاله مخکې ته  رسيږي . چې  ددغه ارشيف  په سلوکې  اويا خطي اثار په سرو زرو او لاجوردو ښکلې کړى شوي دي موږ داسي اثار هم لرو چې ښايي دنړۍ په ارشيف  کې بې ساري وي
زموږ  په سلوکې کابو اويا اثار په سرو زرو او لاجوردو ښکلي کړى شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته