سیاست

د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ډله: د شفافو رايو په نتيجه کې د ملي وحدت د حکومت جوړول منو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي مرکز ويندوى وايي چې دوى د انتخاباتي پراخو درغليو په باب سندونه او مدارک د ملګرو ملتو سازمان ته سپارلي دي. د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغه انتخاباتي مرکز ويندوى سيد آقا فاضل سانچارکي رسنيوته ويلي دي: که چيرې له ناپاکو رايو څخه د پاکو رايو تفکيک ته پاملرنه وشي او د انتخاباتو نتيجې تر يوې اندازې پورې شفافيت ولري؛ د ملي وحدت د حکومت جوړول منو او په همدې مقصد يې د پراخو درغليو په باب سندونه او مدارک ملګرو ملتو ته سپارلي دي او منتظر دي چې دغه سازمان څه کوي.
د ده د څرګندونو له مخې: که چيرې تر يوې يا دوو ورځو پورې د دوى غوښتنې وڅيړلې شي؛ خبرو ته به دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته