خبرونهټولنه

په کندز کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د کندز په علی‌آباد ولسوالۍ کې د حضرت زاده د هینجې د تولید او پروسس شرکت لخوا د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ٧٠٠ جریبه دولتي ځمکې د هینجې د کرلو په برخه کې پانګونه شوې چې په ترڅ کې یې شاوخوا ٥٠٠ تنو ته د کار زمینه برابره شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندز ولایت د کرنې، اقتصاد، برېښنا او یو شمېر نورو ادارو مسؤولینو په خپلو خبرو کې دغه یوه مهمه کړنه یاده کړه او د ښه تطبیق په برخه کې یې د خپلو ادارو لخوا د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
ورته مهال ولایت مقام دفتر رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزي د یاد شرکت له مسؤولینو څخه په دغه برخه کې د پانګونې له امله مننه وکړه او په نورو شرکتونو او سوداګرو یې هم غږ وکړ چې له شته فرصتونو نه په ګټې اخیستنې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د یادولو ده چې په یاده پروژه کې د کارګرو یوه برخه له پاکستان هېواد څخه راستانه شوي هېودوال تشکيلوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته