امنیت

د يوه ټکسي موټر چلوونکى نن د غلا په تور په کابل کې ونيول شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د يوه ټکسي موټر چلوونکى  نن د يوې ميرمنې د پيسو او سرو  زرو د  غلا په تور دکابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې  ونيول شو.
د  کابل    ولايت  د امنيې قوماندانۍ   مطبوعاتي مسوول   د باختر آژانس  خبريال ته وويل :  ديوه ټکسي يو موټر چلوونکي  ديوې ميرمنې دسلو زرو افغانيو او  دوه زره امريکايي ډالرو د لوټولو   په تور چې د ښار له مرکز څخه د بريښنا کوټ په لور يې ليږدوله   ونيول شو.
ويل شوي دي چې دغه  موټر چلوونکي  په  زور سره ددغې ميرمنې دنغدو پيسو دستکول اخستى  او هغه يې  په زور سره له موټر څخه کوزه  کړې  ده .
دغه راز دوه تنه نور په  غيرقانوني ډول  د دوو کلاشينکوفونو د ليږدونې   په  تور دکابل ښار د دولسمې حوزې  دڅرخي پله په ساحه کې دامنيتي کمربند د پوليسو دموظفينو له خوا ونيول شول او يو تن بل د وسايطو د پليټونو دغلا په تور دخيرخانې  مينې دنوې پروژې په مربوطاتو کې  ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته