امنیت

پوليسو د يوې تروريستي پيښې مخه ونيوله

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
په چاوديدونکو توکوبار يو موټر په جوزجان ولايت کې کشف شو .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالحفيظ خاشي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو په ډلې پورې اړوند په چاوديدونکو توکو بار دغه موټر د خانقا ولسوالۍ په شاه ميرزايي سيمه کې پرون په داسې حال کې کشف شو چې غوښتل يې له دغو موادو څخه په استفادې سره تروريستي بريدونه ترسره کړي .
خاشي زياته کړه: د امنيتي ځواکونو له خوا په ترلاسه شوي موټرکې د هاوان او د توپ کابو سل ګولۍ او ماينونه بار شوي وو .
ويل کيږي کله چې امنيتي ځواکونو دغه موټر و پيژاند او ويې ودراوه؛ د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته چې له امله يې يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته