امنیت

دوه ويشت تنه ډارادچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٤نيټه :
امنيتي اودفاعي ځواکونو دهېواد په ديارلسو ولايتونو کې دچاڼيزوعملياتو په بهيرکې دوه ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دخلکو دسر او مال دساتنې او دډاراچوونکو دله منځه وړلو په مقصد  عمليات ترسره کړل  چې له امله يې دوه ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول  او اتلس تنه نور ټپيان شول  او شپږ تنه نور ډاراچوونکي ونيول  شول .
دغه عمليات  د ننګرهار، غزني ، کونړ، پکتيا ، قندهار، روزګان ، هرات ، غور، بلخ ، فارياب ، بدخشان ، بغلان  اودهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې  دهېواد دهوايي اوتوپچي ځواکونوپه ملاتړ ترسره  شول .
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته