امنیت

په تخار کې دغير مسوولو وسله والو کسانو کړنې څيړلې کيږي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
په تخار کې دغير مسوولو وسله والو کسانو کړنې څيړلې کيږي او حل کيږي دهيواد له مرکز څخه دتخار ولايت دمقام له غوښتنې سره سم دجمهور رييس دسلاکار وزير عبدالطيف ابراهيمي په مشرۍ د ملي وحدت دحکومت له خوا موظف هيئت په دغه ولايت کې د رامنځته شوي حالت دڅيړنې لپاره دتخار ولايت ته رسيدلى دى .
دتخار له ولايت څخه دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې : دغه هيئت دتخار له والي ډاکتر محمد ياسين ضيا ، دولايتي شورا له غړو او ددغه ولايت له امنيتي مسوولينو سره وکتل او ژمنه يې وکړه چې ددغه ولايت له دقيقې څيړنې وروسته هغه څه چې واقعيت دي په منصفانه ډول به دافغانستان دولت ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته