سیاست

دجمهور رييس له دويم مرستيال سره دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي دځانګړي استازي کتنه .

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو نن له غرمې مخکې  د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره  وکتل .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې دجمهور رييس  مرستيال  دافغانستان له دولت او ملت سره دهمکارى  او ملاتړ په لاره کې  دملګروملتو دسازمان په ګډون  دافغانستان  دنړيوالو همکارانو دستر رول له امله  مننه اوقدرداني وکړه .
  دوى  په خپل وخت  او په ښه توګه  دانتخاباتو دترسره کولو په بهير او په افغانستان کې دسولې اوثبات دټينګښت لپاره په هڅو کې ددغو همکاريو  په اهميت باندې  ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه  چې  دافغانستان حکومت په خپل وخت  دانتخاباتو په ترسره کولو او دسولې دبهير په تعقيبولو هوډمن دى .
  دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  ځانګړي استازي هم  په افغانستان کې دسولې  دبهير  اهميت ته  په اشارې سره وويل  چې ملګري ملتونه  بشپړ تيارى لري  چې  دپخوا په شان  په ښه توګه دانتخاباتو په ترسره کولو  اويوې دايمي سولې ته  په رسيدو کې  دافغانستان له حکومت سره  مرسته وکړي .
  په دې کتنه کې دواړو لورو دانتخاباتو دبهير دجزئياتو او په دې برخه کې  دترسره شويو کارونو  په باب هم  خبرې وکړې او په دې ټينګار وشو چې ددغه بهير  د ګړندي کولو لپاره دې  دافغانستان دحکومت او دنړيوالو همکارانو  له لورې  هراړخيزې  هڅې وشي .
   ښاغلي ياماموتو دغه راز ټينګار وکړچې  دملګروملتو دسازمان  تر نظر لاندې  دانتخاباتو په بهير کې  دنړيوالې ټولنې له خوا  تخنيکي همکارى  دوام لري .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته