کابل- باختر دوږي ١٩:
دشمالي قفقاز له ناارامې سيمې څخه د رارسيدلو خبرونو له مخې: ديو پوځي روسي هليکوپټر د راغورځيدو له امله درې تنه کارکوونکې يې وژل شوي دي .
دغه پوځي توپ لرونکى هليکوپټر پرون د داغستان او چېچن ترمنځ په غرنۍ سيمه کې راغورځيدلې دي .
د روسيې د دفاع وزارت يو ويندوى وويل: دغه هليکوپټر ٣٥-ام يک ډوله او د باتليخ سيمې ته څېرمه د رادار له څپې څخه بې درکه شو .
د روسيې دانټرفاکس خبري اژانس ددغه اژانس د امينتي خبرځايونو له خولې خبر ورکړي دي چې دغه هليکوپټر په سيمه کې په پوځي عملياتو کې ونډه اخيسته .
د روسي مقامات ددغې هليکوپټر د راغورځيدو دعلت په باب څيړنې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ