امنیت

په ننګرهارکې د داعش او طالبانو د ډلو د ۴۵ تنو ډار اچوونکو وژل کیدل

کابل باختر دتلې ۱۷ مه
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعشیانو په ډلو پورې اړوند ۴۵ تنه ډار اچوونکي د پوځیانو په نویوبریدونوکې ووژل شول .
په دغوډار اچوونکوپه تېرو څلور ویشتو ساعتوکې د ننګرهار ولایت په ځینو برخو اوپه تېره بیا د اچین او خوږیاڼیو ولسوالیوکې بریدونه وشول .
د ننګرهار د رسنیو دفترد یوې خبرپاڼې په خپرولوسره وایي چې دغه ډار اچوونکي د مامخې جګړې او د بې پیلوتو الوتکو په هوايي بریدونوکې وژل شوي دي .
په یوبل خبرکې ویل شوي دي چې په ننګرهار ولایت کې دیولړچاودنو مخه ونیول شوه.
امنیتي او دفاعي مامورينو په تېرو څلور ویشتوساعتوکې د ننګرهار ولایت په ګن میشتولاروکې ۹ ماینونه او بمونه کشف او شنډ کړل .
د دغه ماینونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نیول شوي .
امنیتي مامورين وسله وال طالبان د دغو ماین ښخوونو مسوول بولي .
ختم /ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته