امنیت

د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو په قوماندان د طالبانو ناکام بريد

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو په يوه جګپوړي قوماندان ناوړه تروريستي بريد شوى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: طالبانو غوښتل جنرال محمدايوب حسين خيل په يوه بمي بريدکې  ترور کړي، خو بريالي نه شول.
د دغې چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او د دريو تنو نوروملکيانو په ګډون څلور تنه ټپيان شول.
بم په بهسودو ولسوالۍ کې تر يوه پلګې لاندې ځاى پرځاى شوى و او ټيک هغه وخت وچاوديد چې د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د قوماندان جنرال حسين خيل د سپرلۍ کاروان له ساحې څخه تيريده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې  چاودنه کې قوماندان حسين خيل ته زيان نه دى اوښتى.
ده وويل: په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى شهيد او د قوماندان حسين خيل د يوه ساتوونکي په ګډون  څلور تنه ټپيان شول.
يوه ښځه او يو ماشوم هم د دغې پيښې په  ټپيانوکې شامل دي.
تر اوسه پورې د دغه ناکام بريد مسووليت  چا په غاړه نه دى اخيستى، خو د هېواد په ختيځ کې يو شمېر امنيتي خبرځايونه طالبان ددغه بريد مسوول بولي.
جنرال حسين خيل د کونړ ولايت په وټه پورې ولسوالۍ کې  له پوځي عملياتو څخه په جلال آباد ښارکې خپل کور ته روان و .
د دغو پوځي عملياتو له امله کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته