ټولنه

د قلعه زال سړک د جوړولو او کريړ اچولو لپاره هلې ځلې

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤ :
د کندز ولايت  په قلعه زال ولسوالۍ  کې  ديوولسو کيلومترو په اوږدوالي   د سړک    د جوړولو او کريړ اچولو کار په  بيړه دوام لري.
دکندز ولايت د قلعه زال ولسوال  محبوب الله سعيدي باختر آژانس ته وويل : دغه سړک له کلوخ تيپې څخه پيل او تر خشت تپې پورې  غځول کيږي.
سعيدي زياته کړه:   چې په دې پروژه کې  ددغه  سړک اوارول او کريړ اچول شامل دي   چې دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه  دسيمې دخلکوپه مرسته پر مخ ځي .
سعيدي  زياته کړه:   اوس په دې پروژه کې کار دوام لري او په  دوو مياشتو پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي   چې ددغه سړک په بشپړيدو سره به  دسيمې ١٤٠٠ زرو کورنيو دتګ راتګ له امله ستونزه  لرې  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته