سیاست

جمهورريیس غني د امریکا د اردو د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د اردو د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کنت مکینزي سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ارګ وشوه، جنرال کنت مکینزي له تروریزم سره د مبارزې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې او د افغان ځواکونو وړتیاوې یې وستایلې.
همداراز دواړو لوریو په سیمه کې د وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي سکتور کې پر دوامدارو ژمنو بحث او خبرې وکړې.
جمهورريیس غني د امریکا د متحدو ایالتونو د دوامداره همکاریو د قدردانۍ پر مهال وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع وړتیا لري او دغه ځواکونه وتوانېدل چې په افغانستان کې داعش تروریستي ډله وځپي.#
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته