ورزش

تکواندو کاران هيواد ته راستانه شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
د تکواندو ورزشکاران د اماراتو په نړيوالو سياليوکې له ګډون وروسته نن هيوادته راستانه شول.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
دغه ورزشکاران چې تيره اوونۍ په نړيوالو سياليوکې د ګډون په مقصد اماراتو ته تللي وو؛ د سرو زرو د يو مډال، د سپينو زرو د يو مډال او د برونزو د يوه مډال په ترلاسه کولو سره نن هيواد ته راستانه شول.
دغو ورزشکارانو ته د حامدکرزي په نړيوالې هوايي ډګرکې د المپيک د ملي کميټې د رييس او د تکواندو فدراسيون د مشرتابه هيئت له خوا تود هرکلى وويل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته