امنیت

دهېواد په لويديځ کې دملي اردو کابو اته سوه تنو نويو سرتيرو د وافدارى دلوړې مراسم پرځاى شول .

کابل باختر د وري لسمه :
د ٢٨١  کنډک څه دپاسه اته سوه تنو نويو سرتيرو دظفر  قول اردو په تعليمي مرکز کې دوفاداري  لوړه وکړه .
دظفر قول اردو  دساحوي تعليمي مرکز قوماندان  ډګر وال نذير احمد  له پلان سره سم دنويوسرتيرو دلوړې دمراسمو  دپرځاى کولو په اړوند معلومات وړاندې کړل .
دظفر قول اردو قوماندان بريد جنرال نور الله قادري سرتيرو  ته په خطاب کې زياته کړه هر پوځي منسوب  هغه وخت کولاى شي  په صادقانه ډول او په برياليتوب سره خپلې  دندې او ماموريت ترسره کړي چې دعسکرۍ دلوړې مراسم پرځاى  کړي .
ده زياته کړه تاسې  ګران سرتيري  چې نن دلوى خداى ( ج )  په دربار کې  دوفادارى لوړه کوئ او ژمن کيږئ  چې دافغانستان دخلکو ديوه وفادار  بچي په توګه  دافغانستان دوسله وال پوځ په  ليکوکې  په ښه توګه  دندې ترسره کړئ  ستاسو هلې ځلې  دقدر وړ دي .
ديادونې وړ ده چې په روان کال کې په ظفر قول اردو کې دا دعسکرى دلوړې  لومړي مراسم دى  چې په هغو کې سرتيري   دمسلکي تعليماتو له بشپړولو وروسته  په لويديځ  زون کې  دملي اردو  په  قطعاتو او جزوتامونو کې په دندو ټاکل کيږي .  ختم_   عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته