سیاست

جمهور رئیس غني له افغان فولبرایټ سکالرانو سره وکتل

کابل باختر دوري  يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار له یو شمېر هغو افغان ځوانانو سره چې د فولبرایټ سکالرشیپونو له لارې یې د امریکا په پوهنتونو کې په بېلابېلو برخو کې تحصیلات کړي، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او همدارنګه د جمهوري ریاست سلاکار رفیع الدین ملکزي او د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال داوود نورزي هم ګډون درلود. فیرزوخان مسجدي، ناهید ایثار، ننګیالي اتل او احمد جاوید قایم د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
یادو ویناوالو وویل ۵۰۰ افغان ځوانانو چې ۱۰۰ تنه یې نجونې دي د فولبرایټ سکالرشیپ له لارې د امریکا په پوهنتونونو کې په بېلابېلو برخو کې تحصیلات کړي دي. هغوی زیاته کړه، دغه ځوانان د خپلې هغې ژمنتیا له مخې چې له خپلو خلکو او هېواد سره یې لري د کار او خدمت په موخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
هغوی وړاندیز وکړ چې د دغو افغان ځوانانو له پوهې، تجربو او ظرفیتونو څخه دې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په بېلابېلو ادارو کې موثره استفاده وشي. همدارنګه هغوی د چارو ادارې له لوري د کار موندنې لپاره د هڅونې (تشویق) پروګرام ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د دغې شفافې پروسې له لارې ګڼو وړ ځوانانو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.
جمهور رئیس غني د دوی د ویناو او معلوماتو له اورېدلو وروسته د زده کړو او تحصیل په برخه کې د دغو ځوانانو وړتیاوې او هلې ځلې وستایلې او له هېواد او خلکو سره د دوی د ژمنتیا قدرداني یې وکړه.
جمهور رئیس وویل، افغانستان پر موږ ټولو د کار او خدمت حق لري او زموږ د ګډو کوښښونو له برکته د افغانستان اوسنی او راتلونکي نسلونه د ارام، هوسا او نېکمرغه ژوند خاوندان کېدلی شي. هغه زیاته کړه، اداري فساد د دولت، ملت جوړونې او د سولې د بهیر پر وړاندې هغه خنډ دی چې په له منځه وړلو کې یې باید ټول په ګډه کار او هلې ځلې وکړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دولتي ادارې د څو کسانو انحصار نه دی او هر افغان د کار حق لري او باید د شفافې پروسې له لارې په هغو برخو کې چې وړتیا او تخصص لري استخدام شي. هغه زیاته کړه، د افغانستان دښمنان او بین المللي تروریستان غواړي چې افغانستان د بې ثباتۍ او تروریستي فعالیتونو په مرکز بدل کړي، مګر موږ به هیچاته د دې اجازه ورنه کړو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان موقعیت، اوبه او ځمکه هغه فرصتونه دي چې که په ښه توګه مدیریت شي، نو له مخې یې افغانستان ثبات، سوکالۍ، خودکفایۍ او پرمختګ ته رسېږي. هغه زیاته کړه، په تېرو دوه کالو کې افغانستان دوباره د اسیا په نه بېلېدونکې برخه بدل شوی دی.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د سیمه ییزه همکارۍ، د انرژۍ د انتقال او د اوبو د سوداګرۍ په لوی مرکز بدلېدونکی دی چې دا د زیربناو پلانګذاري غواړي. هغه زیاته کړه، زموږ اقدامات د هېڅ هېواد په ضد نه دي او موږ غواړو د ملي ګټو د تامین له مخې له ټولو سره ښه مناسبات ولرو او دوه اړخیزه همکارۍ زیاته کړو.
جمهور رئیس غني وویل، تر څو چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ونه نښلوو، نو له خپل موقعیت او فرصتونو څخه لازمه ګټه نشو اخیستلی. هغه زیاته کړه، د افغانستان موقعیت باید درک کړو او خپل سرحدي ولایتونه په ترانزیتي مرکزونو بدل کړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، موږ باید د افغانستان هغه ناتمام څپرکی چې غازي امان الله خان پیل کړی وو، بشپړ کړو او د افغانستان خلک باید ستاسو د کار له برکته وده وکړي. هغه زیاته کړه، دکرنیز او ساختماني سکتورونو په فعالولو سره د پرمختګ او ثبات تر څنګ خپلو خلکو ته کاري زمینې هم زیاتولی شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته