فرهنګ

حسينه ساپۍ: رسنۍ په تېرو اتلسو کلونو کې د ټولو تاريخي دورو په پرتله په کمي، کيفي، تنوع او پراختيا په لحاظ بې ساري دي.

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د هېواد د خپلواکى د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په وياړ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ( په افغانتسان کې د رسنۍ اوقانون د سلو کلونود څېړنې علمي سيمينار په کابل کې  جوړ شو.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه سيمينار د يوشمېر دولتي مسوولينو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت او رييسانو، د يو شمېر رسنيو د رييسانو اواستازو او د يوشمېر بهرنيو ميلمنو  په شتون  جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دې سيمينار په پيل کې  خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه سيمينار د هېوا د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه  کولو په وياړ جوړ شوى دى او موخه يې  په هېواد کې د سلو کلونو رسانه يي کار د لوړو او ژورو څېړنه او تحليل دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه، چې ټيک سل کاله مخکې په  ١٩١٩ ميلادي کال کې شاه امان الله غازي د حکومت والۍ په مسئلو کې د نوې پاڼې په پرانستلو، اصلاحاتو او د افغانستان د خلکو د هېواد والۍ له حقوقو څخه په ملاتړ سره د ولسواکۍ د قوانينو د تدوين له لارې د زياتو ازاديو ضمانت وکړ .
دغه راز  په افغانستان کې د بيان له ازادۍ او د خپرونو له ازادۍ څخه په ملاتړ سره د لومړي ځل لپاره په دې وخت کې لومړنيو دولتي خپرونو په کار پيل وکړ او په هغه وخت کې د ډېرو مهمو نشراتي دستګاو بنسټ کېښودل شو، چې د هېواد تاريخ ټول موارد ثبت کړي دي .
حسينې ساپۍ وويل، چې په تېرو اتلسو کلونو کې د رسانه يي ازاديو د يوه فصل شاهدان يو او تجربه کوو چې د مطبوعاتو د تاريخ د ټولو دورو په پرتله په کمي، کيفي، تنوع او پراختيا په لحاظ بې ساري دي.
هغې د رسانه يي کار د لارې پرسر د يولړ پرتو ستونزو اوخنډونو په باره کې  رڼا واچوله او ويې ويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وروستيو کلونو کې اووه ځلې د هېواد رسانه يي  قوانين تعديل کړي دي او دغه تعديلونه ټول په هېواد کې د بيان او د رسنيو له ازادۍ سره په ملاتړ او ګټه دي .
حسينې ساپۍ  زياته کړه، چې د بيان د ازادۍ  په حوزه کې  د افغانستان د خلکو د لاس ته راوړنو د ملاتړ او ساتنې په باب  د افغانستان د حکومت ژمنه له هيچا  څخه پټه نه ده او د دغې ژمنې يو له مصداقونو څخه د حکومت او رسنيو د ګډې کميټې جوړول دي چې په ټوله نړۍ کې يو بې بديله الګو ده ، چې مشرتوب يې  د جمهوري رياست دويم مرستيال استاد سروردانش پرغاړه لري .
وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي په خبرو کې وويل، چې له وروستيو  شلو کلونو څخه په لڼد موده  کې د افغانستان په رسنيو  کې د تحول  شاهدان يو او د زياتو قربانيو په شتون او د ستونزو په زغملو سره بيا هم د افغانستان رسنيو هڅې کړې دي او په شاتګ  يې نه دى کړى او په لوړ مقام  کې دي.
هغه دغه راز  د افغانستان له رسنيو او د خبريالانو له ساتنې سره د ملګروملتو د سازمان ملاتړ څرګند کړ .
د يوناما د سياسي برخې رييس هم په خپلو خبرو کې د حقايقو او پېښو او په تېره بيا د راتلونکو  انتخاباتو د سولې د بهير او د نورو برخو په انعکاس کې د رسنيو  رول  مهم وباله او څرګنده يې کړه، چې بايد د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو ساتنه  وشي.
هغه د افغانستان له خبريالانو او رسنيو څخه د اروپا د اتحاديې ملاتړ څرګند کړ.
په همدې ترتيب عبدالمجيب  خلوتګر د افغانستان د خبريالانو فدراسيون په استازيتوب په هېواد کې په وروستيو سلوکلونو کې د رسنيو د فعاليت د څرنګوالي  او د لوړو او ژورو په اړوند معلومات ورکړل .
هغه وويل: کله چې نن په افغانستان کې د رسنيو د ودې خبرې کېږي زياته پاملرنه وروستيو اتلسو کلونو ته اړول کېږي،  خو که چېرې  د افغانستان د رسنيو د سل کلن فعاليت محدودې ته  نظر واچول شي،  موږ د هېواد په رسنيو کې په دې يوه پېړۍ کې د ستر تحول شاهدان يو .
دغه راز د دې سيمينار په بهير کې د يوعمر هڅو  په قدردانۍ د هېواد د مطبوعاتو د برخې دوو سابقه لرونکو استاد عبدالحميد مبارزاوشفيقې حبيبي  ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې له لوري د ازادۍ تنديسونه ډالۍ شول او د استاد مبارز تنديس چې په سيمينار کې يې شتون نه درلود د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ته وسپارل شو څو يې استاد مبارز ته ډالۍ کړي.
دغه راز د سيمينار په علمي مجلس  کې استاد حبيب الله رفيع ( مطبوعات دوره اماني)  تر عنوان لاندې، ډاکتر علي ياوري اکبري د( اسيب شناسي  در جريان روزنامه نګاري  درصدسال در افغانستان)   ترعنوان لاندې،  فرزانې حبيبي  د ( نګاه به تاريخ مطبوعات  افغانستان درصدسال اخير) او مصطفى عاقلي د ( الګو هاي تيوريک فعاليت هاي رسانه يي  درصد سال  اخير درافغانستان  ) تر عنوانونو لاندې مقالې ولوستلې .
  د سمينيار په بله برخه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي، د پژواک د خبري اژانس رييس دانش کړوخېل،اطلاعاتوته دلاسرسي د کمېسيون رييس عين الدين  بهادري او د باختر اژانس رييس نجيب الله  شينواري په لنډه  توګه په افغانستان کې د رسنيو  اوقانون د سلوکلونو تاريخي تګلوري  د بيان له ازادۍ څخه د ملاتړ په باب  د حکومت لاس ته راوړنې او ژمنې، په وروستيو سلوکلونوکې  په رسنيو پورې د اړوندو تقنيني سندونو د کتنې، نوې رسني  فرصتونه ، ننګونې او په افغانستان کې د رسانه يي کار لرليدونه بيان کړل .
وروسته  د اصلاح ورځپاڼې رييس داد محمد عنابي د سمينيار  لس  فقره ييز پريکړه ليک ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي(_د بيان ازادى بايد د سولې د بهير قرباني نه شي.)
_ خبريالان او د رسنيو خاوندان او په ټولنه کې د بيان ازادي بايد له هرراز  تعرض څخه خوندي وي  او حکومت موظف  دى چې د خبريالانو امنيت تامين کړي .
_ د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي دوسيو ته چې عاملان يې دولتي مقامات دي بايد پاملرنه وشي.
_نړيواله ټولنه دې د پخوا په شان د بيان له ازادۍ او د هېواد د رسنيو له ازاد فعاليت څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
_ټولې رسنۍ بايد د کيفي او محتوا لوړوالي لپاره هڅه وکړي او دولت موظف  دى چې د دې زمينه برابره کړي او ټولې رسنۍ  د هېواد د نافذو قوانينو او د ملي ګټو په پيروۍ  بايد ژمنې وي او د ملي پيوستون د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي .
ددې سيمينار په پاى کې  برخه والو د تاريخي عکسونو او د لومړنۍ خپرونې د تصويريونو او په وروستيو کلونو کې د هېواد د مطبوعاتي تاريخي سندونو نندارتون  چې د باختر اژانس او بيهقي  کتاب خپرولو د رياستونو له لوري چمتو شوى و، وکوت.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته