سیاست

جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه

کابل – باختر د وږي د مياشتې٢٧مه:
د جمهور رئیس حامدکرزي په مشرۍ د جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو په ګډون، نن له غرمې مخکې په ارګ کې غونډه وشوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، استاد عبدالرب رسول سیاف، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، حاجي دین محمد، محمد اسماعیل خان او پوهاند ګلرحمن قاضي حضور درلود، په انتخاباتو پورې اړونده موضوع ګانې او د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ شوې خبرې اترې تر بحث لاندې ونیول شوې.
په غونډه کې حاضرو مشرانو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه او له دې امله یې د افغانستان د خلکو تشویشونه مطرح کړل.
جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ له مذاکروڅخه د نتیجې د نه ترلاسه کېدو له امله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ټینګاریې وکړ چې د افغانستان مشران باید ډیر ژر له کاندیدانو سره خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د انتخاباتو د نتیجې له اعلام څخه مخکې، پخپلوکې سره موافقې ته و رسیږي.
پریکړه وشوه چې په غونډه کې حاضر مشران دې سبا سهار" جمعه " له دواړو کاندیدانو سره وګوري او یوې فوري او چټکې نتیجې ته د رسېدو لپاره دې له هغوی سره همکاري وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس او د جمهوري ریاست مرستیالانو د هېواد د مشرانو د دغې پریکړې هرکلی وکړ او له هغوی سره  یې په دې لاره کې د هر ډول ملاتړ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته