امنیت

دناتو دبې پيلوټه الوتکې دبمبارۍ له امله ٢٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ١٥ :
دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې دناتو دبې پيلوټه الوتکو دبمباريو له امله  ٢٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  د دويمې لوا درسنيو مسوول هارون يوسفي دباختر آژانس خبريال ته وويل :   دغه هوايي بريد تيره شپه  دنورستان ولايت  دکامديش ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دوسله والو  طالبانو په يوه پټنځي هغه وخت وشو  چې  يوه ډله طالبان  دځانمرګو او ورانکارو بريدونو  په پلان جوړولو بوخت وو.
ديوسفي  دڅرګندونوله مخې : په  دې هوايي بريد کې ٢٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي  او مړي يې  په ساحه کې پاتې دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې په دغو بمباريو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته