ټولنه

ديکاولنګ ولسوالۍ دښځو دلاسي صنايعو بازار پرانستل شو .

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
دباميانو ولايت په يکاولنګ  ولسوالۍ کې  پرون دښځو دلاسي صنايعو بازارګټې اخستنې ته وسپارل شو .
  دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، ديکاولنګ ولسوالۍ دښاروالۍ له بودجې څخه دڅه ناڅه يو مليونو افغانيو په لګښت  په لومړى پړاو کې  ددغې ولسوالۍ  په مرکز کې  اته دوکانونه جوړ شول او ټاکل شوې ده ددغه بازار دوه پنځوس نور دکانونه  په نږدې راتلونکې کې  بشپړ شي .
دغه بازار دښځو داقتصاد دپياوړتيا په موخه جوړ شوى دى
ددغه بازار  په پرانستلو کې دباميانو والي محمد طاهر زهير ، د باميانو دولايتي شورا رييس او غړي او ديکاولنګ د ولسوال ، ښاروال دعالمانو دشورا رييس او غړي او ددغه ولايت نورو مسوولانو ګډون   درلود.
  ختم-  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته