امنیت

درې تنه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول

کابل  باخترد   جوزا دمياشتې  ١١ :
درې تنه ځانمرګي يرغلګر نن په هلمندولايت کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک باخترآژانس  ته وويل : د نوزاد ولسوالۍ د جازي ساحې دپوليسو په پوستې د دريو تنو ځانمرګو کسانو له خوا بريد وشو.
ځانمرګو بريدکوونکوغوښتل په چاوديدونکو توکو بار موټر څخه په استفادې سره يو ځانمرګى بريد ترسره کړي.
دده څرگندونوله مخې: پوليسو په يرغلګرو بريد وکړ او هغوى يې ووژل.
ده زياته کړه چي لومړى يو يرغلګرخپل موټر بم وچاوه او دهغه دوه تنه نورهمکاران له پوليسو سره په دوه ساعته جګړه کې ووژل شول.
ځواک وويل: له وژل شويوکسانوڅخه يو توغندى اودوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته