کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د طالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو د وروستيو مياشتو په بهير کې د بدخشان ولايت يوه زياته اندازه قيمتي ډبرې له ځان سره وړي دي .
دبدخشان والي شاه ولي الله اديب باختر آژانس ته وويل :
زياترو مافيايي ډلو دبدخشان ولايت زياتې قيمتي ډبرې غلا کړې دي.
ده زياته کړه : د طالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو د وروستيو مياشتو په
بهير کې ددغه ولايت يوه زياته اندازه قيمتي ډبرې له ځان سره وړي دي .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان فضل الدين عيار تاييد کړه چې ياغيانو په دې
وروستيووختو کې د بدخشان له کانونو څخه زياته ګټه اخستې ده .
د ده دڅرګندونو له مخې : اوس په دغه ولايت کې دسرو زرو او د بيروجو د را ايستلو بهير بند شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل