ورزش

په هرات ولايت کې د واليبال سيالۍ پيل شوې

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د هرات ولايت د ولسواليو د واليبال د ټيمونو سيالۍ پرون پيل شوې.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو سياليو لومړۍ لوبه د انجيل له ولسوالۍ څخه د غيزان او د غيبتان ټيمونو ترسره کړه چې لوبه د صفر په وړاندې په دريو سره د غيبتان ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
په دغو سياليوکې د انجيل، ادرسکن او د ګذرې د ولسواليو ٣٠ ټيمونه لوبې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته