امنیت

د دولت آباد پخوانى ښاروال ووژل شو.

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
دفارياب ولايت د دولت ،آباد ولسوالۍ پخوانى ښاروال پرون په يوه تروريستي پيښه کې ووژل شو .
د دولت آباد ولسوال عبداسلام نذهت دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغې ولسوالۍ پخوانى ښاروال فيض الله چې دخپل موټر په سپرلۍ دولسوالۍ مرکز ته روان و په موټر کې ځاى پرځاى شوى مقناطيسي ماين وچاوديد او ووژل شو.
نذهت زياته کړه: ددغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ديوبل خبرله مخې: په فارياب ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول د دولت آباد ولسوال د څرګندونو له مخې: په ملي پوليسو پورې اړوند يو ټانک په فيروزه يې سيمه کې چې په ګزمې بوخت و له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته