سیاست

د مشرانو جرګې په غونډه کې د هېواد د روانو مسايلو په اړه بحثونه وشول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
د مشرانو جرګې د دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي په مشرۍ،د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په غونډه کې د کندز ولايت څخه د رپوټ داورېدو سربېره،د هېواد د روانو مسايلو په اړه بحثونه وشول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کی دغونډی رییس دخبرو په ترځ کی وویل ؛ په پام کی ووچی په ننی غونډه کی ددفاع وزارت لوی درستیزاو دکورنیو چارو وزارت امنیتی معین په هیواد کی دامنیتی وضعیت،نامتوازنومقرریواو نظامی عملیاتو په څرنګوالی باندی دسناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووایی؛خودپارلمانی چارو دوزارت اودفاع وزارت دراغلومکتوبونو په اساس جرګی ته خبر ورکړ شوچی لوی درستیزهلمند ولایت ته دځینواړینو موضوعاتو په خاطرتللی دی.په دی هکله غونډی یوځل بیا ټینګاروکړچی یاد مسوولین دی دلیندی په اتمه نیته دیکشنبی په غونډه کی ګډون وکړی.
په غونډه کې سناتورانو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د نه ترسره کولو او په دي برخه کې د ملي يووالي حکومت په کمزورتياو باندی نيوکی وکړی، څرګنده يې کړه که چيرې د ملي يووالي حکومت مشران د يادو ټولټاکنو د جوړېدو نېټه مشخصه نه کړي، ملت به تصور وکړي چې ددی حکومت رهبران په ټاکنوباورنه لری او بايد مشرانو جرګه دخپلو قانونی صلاحیتونو په پام کی نیولو سره،حکومت اړ کړی تر څو دولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د تر سره کولو تقویم ژرترژره اعلان کړي او هم ټينګار وشو چې بايد د ګمارنې په کمېټه کې بي پلوه خلک وګمارل شي تر څو ددی کمیټی له لاری کارپوه، متخصص، بي پلوه او پياوړي شخصیتونه د ټاکنيزو کمېسيونونو د کميشنرانو په توګه نوماند شی.
دغه راز په غونډه کې څرګنده شوه د حقیت موندونکې پلاوي رپوټ ‎؛چې د کندز ولايت د سقوط د علتونو او عواملو د څېړنې په خاطر ګمارل شوي وو، ترتاثير لاندي جوړ شوی دی او د هغو افرادو له نومونه یی چې د کندز په سقوط کې يې لاس درلود، په مشخص ډول یادونه نه ده کړې چې په دي برخه کې پريکړه وشوه چې ډاکټرغلام فاروق وردک اوامرالله صالح دې دلیندی دمیاشتی په لسمه نېټه دسه شنبی غونډې ته حاضر او د سناتورانو پوښتنې دې ځواب کړي.
همدا راز د مجلس يو شمېر غړو د کابل- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د هېواد د يو شمېر اوسېدونکو د برمته کولو څخه اندېښنه وښوده، ټينګار وشو چې حکومت دي ددغې لویی لاری امنيت تامین کړی؛ خو ځينو نوروسناتورانوبیا وويل چې په زابل کې وروستي برمته کول سياسي نه ،بلکې حقوقي مسئله ده، ځکه چې په دي وروستيو کې د جاغوريو په ولسوالۍ کې د کوچيانو شاوخوا پينځه سوه پسونه ګرزول شوي دي او اوس ملا تقوا د کوچیانو یوتن مشرد ګرزول شویو پسونود بیرته سپارلواویاهم په بدل کی دپسونو بیه،چی شاوخوا اته ملیونه افغانی کیږی؛غوښتنه کوی او هم په غونډه کې يادونه وشوه چې د غزني ولايت په جاغوريو او مالستان ولسواليو کې تل د ارزګان ولايت موټرچلوونکی چې د دي لارې څخه تيريږي، ځوروی او مالونه يې غلا کوي، که چيرې دې مسئلی ته پاملرنه ونه شي ؛ناوړه پايلې به ولری.
په همدی توګه سناتورانو د ژمي په درېو مياشتو کې د ښوونکو د ماکولاتو د نه ورکړې په اړه د پوهنې وزارت په پريکړې نيوکه وکړه ويې ويل چې د ځينو ولايتونو د پوهنې ريسان د ولسي جرګې د غړو د فشار له امله ګمارل کيږي چې دغه عمل په ولسی جرګه کی دیادو ولایتونو داستازو ترمنځ کړکیچ را منځته کوی او هم وویل شول چی د ژمي په موسم کې د ښوونځيو له پاره د سون توکي نه ويشتل کيږي، نو له دی امله پريکړه وشوه چې د پوهنې وزير دي د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په يوې غونډه کې دیادو موضوعاتوپه اړه توضیحات ورکړی.
په دی ډول په غونډه کې دشکایتونو داوریدلو دکمیسیون په غونډو کی،دملی دفاع وزارت د لوی درستیز په نه ګډون باندی نیوکه وشوه،څرګنده شوه چی له نوموړی څخه د سردار محمد داود خان په روغتون کې د ستونزو، د کابل – کندهار په تګلوري کې د هېواد د شلو تنو اوسېدونکو د تښتونې،دجمهور رییس له یوتن خپلوان( اجمل غني )سره د ملي دفاع وزارت د نفتي توکو د قرارداد او د ځينو نورو مسايلو په اړه توضیحات غوښتل کیدل؛خو نوموړي په څو غونډو کې له خپل ګډون څخه ډډه کړي ده.
په دی توګه په غونډه کی څرګنده شوه،چی نړیوالی ټولنی دبروکسل په کنفرانس کی له افغانستان څخه ملاتړ اعلان کړی دی؛خوپه عمل کی یی دګاونډیو هیوادونو دمداخلو مخه نده نیولی اوټینګار وشوچی باید دتروریستانو ځالی په سیمه کی له منځه یو وړل شی.
بهرنيو هېوادونو ته د مجلس د غړو په سفرونو کې بي عدالتي، دمجلس دپریکړوپه نه عملی کولواود جمهور رئيس سره د کتنې د زمينې په نه برابرولوباندی دمشرانوجرګی په اداری پلاوي نیوکه،په سعودي عربستان کی د افغان کډوالو د ستونزو د څېړنې د پلاوي په ترکيب کې د مشرانو جرګې د دوو غړو پر شاملېدو ټينګار ، په شپږ زره ډالرو د ترکيې په سفارت کې د کميشنکارانو له خوا د ويزې اجرا او په دي برخه کې دمجلس داداری هیئت مکتوبونو ته د نه پاملرنې، دولسی جرګی اوحکومت له لوری داساسی قانون د79مادی نقض،دمشرانوجرګی درادیواو دتلویزیون له پاره دبودجی غوښتنه، دنیمروز په ګمرکاتو کی دشفافیت او دعوایدو دزیاتوالی څخه هرکلی،په کابل ښار کې د کثافاتو د زياتوالي او د تيلو د بيې د لوړوالی هغه موارد وو چې د سناتورانو له خوا یادونه وشوه.
د مطرح شويو بحثونو په جمع بندۍ کې د غونډې رئيس اړوندو ادارو ته د یادو مسايلو د ليږلو تر څنګ ټينګار وکړ چې حکومت دي ژر تر ژره د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د ترسره کولو نېټه اعلام کړي او د ګمارنې په کمېټه کې دي بي پلوه اشخاص وټاکل شي.
همدا راز په غونډه کې د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق د جرګې د پلاوي رپوټ چې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د بغلان، کندز او تخار ولايتونو څخه د امنيتي وضعيت د څېړنې او د امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه ليدنه کړي وه وړاندي کړ.
د پلاوي غړو د کندز ولايت څخه په خپلې ليدنه کې په ياد ولايت کې د امنيتي وضعيت او ستونزو په اړه د کندز ولايت سرپرست، ځينو امنيتي مسئولينو، مشرانو، د ولايتي شورا او مدني ټولنې غړو سره خبرې اتري او نظريې بدلي کړي، د کندز ولايت مسئولينو وويل چې اوس هم جدي ګواښونه شتون لري، اړتيا شته تر څو دولت ګټور اقدامات تر لاس لاندي ونيسي. زيانمنو کورنيو ته د نه رسيدګۍ او د دښمن نه ځپل په ياد ولايت کې عمده ستونزې وبللې، څرګنده يې کړه تر څو د ترهګرو اصلي ځالي هدف ونه ګرځول شي او په کندز ولايت کې بشپړه تصفيه ترسره نه شي په ياد ولايت کې به ډاډمن امنيت ټينګ نه شي.
همداراز پلاوي د کندز د وروستۍ پېښې شهيدانو روح ته د دعا او د شهيدانو کورنيو ته د ډاډګېرنې د څرګندولو تر څنګ، په کندز کې د ترهګرو د ورستي بريد د دفاع او شنډولو په برخه کې د ياد ولايت د امنيتي ځواکونو او وګړنيزو پاڅونوالو له مېړانو او فداکاريو څخه ستاينه وکړه او د مشرانو جرګې تقدير ليکونه يې د ولايت سرپرست، امنيه قوماندان او د يادو ولايت په يو شمېر امنيتي مسئولينو ته ډالۍ کړي او هم يې د يادو ولايت مسئولينو او خلکو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه، دغه راز ياد پلاوي ددشت ارچي ولسوالۍ د قرلق کلي څخه چې د جګړي د لومړۍ ليکې څخه دومره ليري والي نه لري، ليدنه وکړه او په يادې سيمه کې يې د ميشتو امنيتي ځواکونو څخه هم ليدنه وکړه. د مجلس منشي زياته کړه چې پلاوي د بغلان او تخار ولايتونو څخه د خپلې ليدنې پرمهال په يادو ولايتونو کې د امنيتي وضعيت د څرنګوالي په اړه د واليانو، امنيتي مسئولانو، د ولايتي شورا ريسانو او غړو، مجاهدينو اوسپين ږيرو سره خبري و کړي. يادو مسئولينو په بغلان او تخار ولايتونو کې د امنيتي وضعيت په اړه د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، د امنيتي ګواښونو سره سره د خوښۍ ځاي دي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي او د خپلو امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري شتون لري خو دوي په ځينو مواردو کې د مرکزي حکومت په نه پاملرنې نيوکه وکړه او د ملي پوليسو د تشکيل د ډېرښت او د وګړنيز پاڅون څخه د حکومت د ملاتړ غوښتونکې شول او هم يې زياته کړه چې په دي ولايتونو کې د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه طرحې د اړوندو مسئولينو سره شريکي شوي دي. د مشرانو جرګې لومړي نايب د ترهګرو سره د مبارزي، د ښاريانو د امنيت د ټينګښت او د امنيتي ځواکونو او خلکو تر منځ د همغږۍ دجوړېدو په برخه کې د بغلان او تخار ولايتونو د واليانو د نه ستړي کېدونکو کړنو او کوښښونو څخه ستاينه وکړه او د دي جرګې تقدير ليکونه يې دوي ته ورکړل او هم دوي ژمنه وکړه چې سيمه ييزې ستونزې به د اړوندو مسئولينو سره شريکي کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته