امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول 
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې  درې تنه دتګاب داحمد زيو په سيمه کې دامنيتي ځواکونوپه کمين کې ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
يوسفزي  زياته کړه :په سيمه کې دامنيتي ځواکونو خاص عمليات دوام لري او تراوسه پورې دغه ولسوالۍ کې څه ناڅه شل کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي . او په دغو ساحو کې سيمه ئيز پوليس ځاى پرځاى شوي دي .
ويل کيږي له يوې مياشتې راپديخوا په تګاب ولسوالۍ کې دغبار – ٧ ترنامه لاندې پوځي عمليات پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري .
داحمد زيو  سيمې يو اوسيدونکى وايي زياتره سيمې  له طالبانو څخه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته