کابل باختر دليندى ٢٣:
دالمان ددفاع وزيرې دبلخ ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې پرون د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان سره وکتل .
دالمان ددفاع له وزيرې سره په دې سفر کې ددغه هيواد ددفاع وزارت دبهرنيو عملياتو قوماندان او دافغانستان په شمال او شمال ختيځ زون کې دايساف قوماندان ملګرتيا کوله .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ وياند ډګرمن عبدالقهار آرام دباختراژانس خبريال ته وويل: بلخ ته دالمان ددفاع دوزيرې دسفر هدف د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان اوددغې قوماندانۍ دانجنيرۍ دښوونځي دنويو تاسيساتو کتنه وه .
آرام زياته کړه، د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان او دالمان ددفاع وزيرې دامنيتي ځواکونوپه تيره بيا د ٢٠٩ شاهين قول اردو ځواکونو دښوونې او روزنې اوسمبالولو په ګډون دبيلابيلو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
په دې کتنه کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان زلمي ويسا دالمان ددفاع له وزيرې او رسولافون څخه دافغانستان دملي اردو له ځواکونوسره دالمان دسياسي اولوژستيکي همکاريو غوښتنه وکړه .
ويل کيږي دا دتيرو پنځو مياشتو په بهير کې دبلخ ولايت ته دالمان ددفاع دوزيرې دويم سفر دى .
1 1 دقیقه لوستل