نړۍ

امريکا په اوکراين کې داوربند هرکلى وکړ .

واشنګتن  باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دامريکا دجمهور رييس مرستيال جوبايدن ددغه هيواد په ختيځ کې داوکراين ديو اړخيز اوربند هرکلى وکړ .
دغه اور بند داوکراين دجمهور رييس دپترو پروشنکو له خوا اعلام شوى دى او دهغه پراخ پروګرام يوه برخه ده چې داوکراين په ختيځ کې دروسي دپلويو بيلتون غوښتوونکو دتيرو دوو مياشتو اړو دوړ به پاى ته ورسوي.
  جوبايدن  پترو پروشنکو ته ډاډ ورکړى دى  که چيرې مسکو  دروسيې د پلويو بيلتون غوښتوونکو  د اړو دوړ دپاى ته رسولو لپاره له خپل  نفوذ څخه استفاده ونه کړي دامريکا متحده ايالات  او متحدين به يې په روسيې  زور واچوي.
  داوکراين جمهور رييس  ژمنه کړې ده چې دڅو  ورځو لپاره يو اړخيز اوربند رعايتوي .
ده دغه راز ويلي دي چې په خوندي توګه  دروسيې دملاتړو بيلتون غوښتوونکو  دوتلو زمينه برابروي .
دغه پروګرام په داسې وخت کې اعلاميږي چې دروسيې  او اوکراين جمهورو رييسانو پرون تيلفوني خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته