امنیت

په کندز کې څلور تنه ماين ښخوونکي ووژل شول .

-کابل باختر د وږي  لسمه :
ديوه پاکستاني په ګډون څلور تنه ماين ښخوونکي  پرون  دکندز ولايت  په امام صاحب ولسوالۍ کې  ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دمطبوعاتو مسوول جګړن  نصرت الله جمشيدي  باختراژانس ته وويل  دغه ماين ښخوونکي  هغه وخت ووژل شول  چې  يو ماين يې  دکندز ولايت  دامام صاحب په ولسوالۍ کې  عياراوو .
ده زياته کړه  يوپاکستاني انجنير  چې په ماين جوړولو کې يې  له طالبانو سره  همکاري کوله  هم  په وژل شويو کسانو کې  شامل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته