امنیت

يوه څوارلس کسيزه انسان تښتوونکي شبکه په کابل کې ونيول شوه .

کابل باختردلړم يوويشتمه : دملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې ديوې څوارلس کسيزې انسان تښتوونکي شبکې دنيولو خبرورکړ . دملي امنيت عمومي رياست باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي دغې شبکې دکابل ښار په ناحيو کې دپانګه والو تښتول ، دښاريانو ګواښول او وسله والې غلاوې ترسره کولې چې دکابل ښار په بيلابيلو سيمو کې دملي امنيت دعمومي رياست دموظفينو دبيلابيلو عملياتو له امله ونيول شول . په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې دغې شبکې دکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې دصفي الله په نامه يو سوداګر تښتولى و او دده دازادولو په بدل کې يې دده له کورني څخه پنځه سوه زره امريکايي ډالره غوښتې وو . ددغې شبکې افرادو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې غوښتل يې څو تنه نور هم وتښتوي . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته