امنیت

په نورستان کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دوري  يوولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول
په دغو طالبانو تيره شپه دنورستان ولايت مرکز  پارون ښار په لويه لاره کې بريد وشو
جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په نورستان ولايت کې دطالبانو څلور ډيپوګانې دبرګ مټال  او کامديش په ولسواليو کې دطالبانو په پټنځي کې ساتلې کيدې .
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې په دغو ديپو ګانو کې څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته