سیاستخبرونهTOPټولنه

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون تر دې دمه نږدې ۸۰۰ کسانو ته د مصؤنيت کارتونه ورکړي

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون مسوولین وايي چې د یاد کمېسیون د رامنځته کېدو راهیسې یې ۷۷۷ تنو ته د مصؤنيت کارتونه ورکړي دي.

د یاد کمېسیون له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تر دې دمه ۶۹۲ کسانو ته چې له بهر څخه هېواد ته راغلي  او ترڅنګ یې ۸۵ داخلي کسانو ته د مصؤنیت کارتونه سپارل شوي، چې د ټولو شمېر ۷۷۷ کسانو ته رسېږي.

د سرچینې په وینا همدارنګه په لسګونو نورو کسانو هم هېواد ته د راتګ لپاره اړیکه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په راغلو کسانو کې د تېرې ادارې وزیران، مشاورین، معینان، رئیسان، د پارلمان غړي، ملي سوداګر، نظامي مسؤلین شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته