امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له افرادو سره يې عادي ژوندانه ته ستانه شول

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د وسله والوطالبانو د ډلې دوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو تر خپل امر لاندې له اوولسو تنو  سره له جګړې څخه لاس واخيست او عادي ژوند يې غوره کړ .
ملا طوپان اوملاګلا جان نن د سولې له پروګرام سره د پيوستون په وخت کې وويل چې له دې وروسته به دخپل هيواد د بيا جوړولو او د امنيت د تامينولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
دوى له دې امله چې تراوسه پورې يې د پرديو په لارښوونه په خپل هيوادکې په ورانکارى لاس پورې کاوه؛ پښيماني  څرګنده کړه اوله نورو وسله والو طالبانو څخه يې وغوښتل چې د سولې لاره غوره کړي.
ويل کيږي دغو قوماندانانو او يوځاى شويو افرادو يې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل هم دسولې پروګرام ته سپارلي دي .
د وړاندې شويو شميرنو له مخې: په ننګرهارکې د سولې شورا د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې نږدې درې سوه تنو وسله والو طالبانو له جګړې څخه لاس اخستى دى اوعادي ژوند يې غوره کړى دى .
د ننګرهار ولايت دسولې د شورا رييس ملک نذير دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې له دې جملې څخه تراوسه پورې څه دپاسه دوه سوه نو راستنو شويو طالبانو ته د کار اوکسب د زده کړې زمينه برابره شوې ده.
ده وويل چې دغو کسانو ته به هم دکار زمينه برابره کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته