امنیت

په هرات کې دماين دچاودنې له امله د اردو يو سرتيرى شهيد شو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٧ :
په هرات کې  دماين دچاودنې له امله دملي اردو يو سرتيرى شهيد اودوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه  تيره شپه ناوخته دهرات ولايت  دادرسکن ولسوالۍ  په ميرالله کلي کې  رامنځته شوه چې  دملي اردو دسرتيرو دسپرلۍ کاروان په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت  .
دادرسکن ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دې  چاودنه کې دملي اردو يو سرتيرى شهيد  او دوه تنه نوريې  ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان  ددغې پيښې مسوول وبلل  او ويې ويل : چې ددغې پيښې دعاملينو  دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .
په همدې حال کې په هرات کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو په دې پيښه کې ديوه  ټپي پوځي روغتيايي حالت  خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته