سیاست

محمد يونس قانوني له محمد علم ايزديار سره وکتل .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن مازيګر دمشرانو جرګې  له لومړي نايب  محمد علم ايزديار او له يو شمير سناتورانو سره وکتل .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې  چې څو تنو ځوانانو هم برخه لرله  دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې دافغانستان  خلکو په انتخاباتو کې  په پراخ ګډون سره  دخپلو دښمنانو توطيې  شنډې او په اوبو لاهو کړې  . او دا زموږ خلکو ته  يو سترجشن دى .  دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه ؛چې دهيواد په ګوټ ګوټ کې په انتخاباتو کې دخلکو ګډون  او ټولو نوماندانو ته  دراى ورکول دخلکو دپوخ والي  نښه نښانه ده  او ښيي چې  هغوى په خپلو حقوقو پوه شوي دي .
په دې کتنه کې  دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار  دروان کال  دوري دمياشتې  دشپاړلسمې نيټې په انتخاباتو کې دخلکو برياليتوب له ا مله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل هيله لرو چې دانتخاباتو دبهير پاى هم  دهغوي  له غوښتنې سره  سمون ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته