فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دڅارندوى افغان پارسا دمسوولينو او غړو ستونزې واوريدې .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن دڅارندوى افغان پارسا له يوشمير  مسوولينو او غړو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې واوريدې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې کتنه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات هم برخه لرله دڅارندوى افغان پارسا دملي روزنې مسوول ګل احمد مصطفى  په خبرو کې ددغه بنسټ ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير سره  طرحه کړې او څرګنده يې کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې درسنيو له لارې رضاکارانو ته دپيغام په رسولو کې له دغه بنسټ  سره همکاري وکړي او دغه راز  ددې بنسټ ملاتړ وکړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددې تر څنګ  چې دټولنې په بيلابيلو برخو کې دځوانان رول اغيزمن وباله زياته يې کړه چې هيواد د ځوانانو ځواک ته اړتيا لري او له دغه بنسټ سره يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري اوملاتړ څرګند کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته