کابل باختر د لړم نولسمه :
دطالبانو په پټنځي کې دموزائيلو ديو ماين دچاودنې له امله دطالبانو ديوه قوماندان په ګډون درې تنه طالبان ووژل شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه تيره شپه دهسکې مينې ولسوالۍ د ديوانه بابا په ساحه کې دطالبانو په يوه پټنځي کې هغه وخت وشوه چې دموزائيلو يو ماين دطالبانو په پټنځي کې ځاى پرځاى شوي و چې دچاودنې له امله دبابا په نامه دطالبانو ديوه قوماندان په ګډون دچپرهار ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي و درې تنه تنه طالبان ووژل شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې دقوماندان عبدالخالق درې تنه نور وسله وال افراد ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ