ټولنه

په لوګرکې د څه د پاسه نهه زره هکتاره کرنيزې ځمکې لپاره اوبه برابريږي

پل علم باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
  په  لوګر ولايت کې د ٥٢١ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د ٢٤ کانالونو د جوړولو کار نن  پيل شو.
په همدې مقصد د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست او د وګړنيو شوراګانو ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شو.
په هغو مراسموکې چې په همدې مقصدد لوګر د والي محمدحليم فدايي او نورو مسوولينو په ګډون جوړ شوي ود لوګر ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رئيس عاشق الله اخلاصيار وويل چې دغه کانال د ٣٨٦ کيلومترو په اوږدوالي  د کرنيزې پراختيا د پروګرام له خوا  جوړيږي  چې په هغه کې د اوبو  ١٧ سر بندونه،  څه ناڅه پنځوس زره متره کانکريټي  کانال،  څه ناڅه  زر متره د کانال سنګ کاري ، د٨٦٤ دروازو نصبول، د څه دپاسه اووه  زره متره استنادي ديوال جوړول، څلور ترنابونه، داوبو درې  زيرمې  او درې حقابې شاملې  دي .
ده زياته کړه  چې اته  کانالونه يې په محمداغې ولسوالۍ، پنځه کانالونه په بره کي برک ولسوالۍ  او يوولس نور کانالونه  ددغه ولايت په مرکز کې جوړيږي.
ده زياته کړه  چې د دغې  پروژې په عملي کيدو سره په دغوسيموکې څه دپاسه نهه زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبيږي .
اخلاصيار وويل  چې ددغو پروژو په پيل کيدوسره څه ناڅه دوه زره تنو ته دکار زمينه برابريږي او ددغه کانال په بشپړيدوسره څه دپاسه شپيته زره کورنۍ په مستقيم ډول له  هغه  څخه ګټه  اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته