ټولنه

په پکتياکې ديوې ترافيکي پيښې له امله د يوې کورنۍ څلورغړي ووژل شول

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
څلور تنه د يوې ترافيکي پيښې له امله په پکتيا ولايت کې ووژل شول.
وژل شوي کسان د يوې کورنۍ غړي و چې د واده په مراسموکې له ګډون وروسته خپل کور ته روان وو.
په دې پيښه کې چې پرون ناوخته د تيرې په غاښه کې رامنځته شوه؛ دوه تنه ماشومان هم ټپيان شول .
دغه پيښه پوليسو له رنجر موټر سره ددغو ملکي وګړو د سپرلۍ د موټر دټکر له امله رامنځته شوه .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان جنرال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل چې ددغې خونړۍ ترافيکي پيښې اصلي علت د عامه نظم دپوليسو د سپرلۍ دموټر چلوونکى بې احتياطي او ګړنديتوب و چې دپوليسو دموټر چلوونکى نيول شوى  دى او ټپيان چې دوه تنه ماشومان دي؛ د ټپونو د ژورتياله امله د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته