کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه تصويري غونډه کې ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ درييسانو کارونه وڅېړل :
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې تصويري غونډه کې دجوزجان ، سمنګانو ، بلخ ، فارياب اودسرپل داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو په وار سره دخپلواړوندو برخو دبرياليتوبونو او کارونو رپوټونه او چلنجونه وړاندې کړل .
دوى دتشکيل ، بودجې او د ترانسپورتي وسايطو دکمښت، داطلاعاتواوفرهنګ رياستونو، موزيم اوکتابتون ته د مناسبو ودانيو دنشتوالي له پلوه او دويجاړېدو په حال کې تاريخي آبدو ته دپاملرنې له پلوه په خپلو اړوندو چارو کې دستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې .
دغه راز دموجودو ستونزو دحل کولو په مقصد يې خپلې طرحې ، نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ددغو ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دکارونو په ستايلو سره چې په محدودو امکاناتو سره يې گټور کارونه ترسره کړي دي . څرګنده کړه چې خپلې ستونزې طرحې او پيشنهادونه دې په ليکلي ډول داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته ولېږي. چې دلومړيتوب له مخې، ددوى غوښتنې وڅېړل شي .
هغه ټينګاروکړ چې دچارو دښه والي په مقصد داطلاعاتواوفرهنګ مسوولين دې له پخوا زيات کار وکړي .
ختم _ ج _ اکرم