ټولنه

په کونړ کې ۳٦ پروژې پلي کېږي

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې په روغتیایي برخه کې د ۸۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۶ نوې پروژې پلي کیږي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي: روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی د خلکو اساسي حق دی او هڅه یې دا ده چې په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کولو زمينه برابره کړي.
والي له روغتیایي بېړنۍ بودجې څخه د ۸۴ میلیونو افغانیو منظوري د روغتیایي خدمتونو د ښه والي په برخه کې د ولس لپاره ښه زیری یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې په بېلابېلو برخوکې به دونران قانع او پاملرنه به یې راجلب کړي.
په همدې حال کې  د کونړ د عامې روغتیا رییس وايي چې د خلکو ډېره تکیه پر دولتي روغتیايي مرکزونو ده چې په دغه ولایت کې په ټولو ۶۹ کلینيکونو او ۳۵۷ روغتیایي فرعي مرکزونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کېږي.
هغه وویل: پنځوس سلنه روغتیایي مرکزونه یې معیاري ودانۍ نه لري چې د همدغو هڅو په لړ کې اوس د څلورو روغتیایي مرکزونو په ودانیو کار روان دی او ۳۸ مرکزونه د هېلټ نېټ او (او.آر.سي.ډي) موسسو ترمیم کړي او دوه روغتیایي مرکزونو ارتقا کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته