امنیت

دلغمان ولايت دښځو چارو درئيسې د ترور دپيښې په باب نوى جزئيات .

کابلباختر دچنګاښ ٢٣ مـــــــه

دلغمان ولايت دښځوچارو رئيسه په يوه چاود نه کې ووژل شوه.

دغه پيښه نن سهار دمهترلام ښار په مربو طاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دحنيفې صافى او ددې د کورنۍ دسپرلۍ په موټر کې نښلول شوي ماين و چاوديد.

په دې پيښه کې دلغمان ولايت  دښځو دچارو درئيسې ميړه دسختو ټپونو له ا مله په روغتون کې ساه ورکړه .

دمهتر لام ښار په روغتون کې ډاکتران وا يي چې په دې پيشه کې دميرمن صافى يوه لور ، د هغې سا توونکى له نورو اتو تنو ملکي و ګړو سره ټپيان شوي دي .

دلغمان دوالى ويندوى سرحدى ځواک وايي چې وسله والو طالبانو چسپي ماين چې له لري واټن څخه اداره کيده د ښځو د چارو درئيسې دسپرلۍ په موټر کې نښلولي وو.

دميرمن حنيفې کور دمهترلام ښارته څيرمه موقعيت لري دا کله چې له خپل ميړه او يوې لور سره دښار په لور روا نه وه دغه چاودنه رامنځته شوه .

دمهترلام ښار په روغتون کې يو موظف ډاکتر باختراژانس ته وويل چې ددغې چاودنې ددريو تنوټپيانو  روغتيا يي حالت خرا ب دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته